د متحده ايالتونو د کورني امنيت وزارت د دولتی کمکونو د عادلانه او انسانی لاسرسی مقرره نشر کر

Release Date

نشر نېټه:09/08/2022

واشنګتن: د متحده ايالتونو د کورني امنيت وزارت (DHS) داسې يو نهائی مقرره منظور کړی چې د فډرال په رسمي جريده کې خپرېږي. دغه مقرره د متحده ايالتونو د کورني امنيت وزارت له‌خوا د پرديو وګړيو ( بې تابعته کسان) له‌پاره د دولتی کمکونو د استفاده څرنګوالي موضوع توضيح کوي. ياد مقرره « پردولتی کمکونو متکی کسان» څخه د پخوانی تعریف په موخه چی د څو لسیزو لپاره نافذ وو او تر هغه وخت چې تېرې ادارې د عامې روغتيا بشپړې ښيګڼې لکه میدیکید او غذایی مرستې د دایمی اقامت د اجازه نه منل دلیل په توګه په پام کې نيولې وې، بېرته اعاده کوي. هغه مقرره چې نن اعلان شو، د قانوني کډوالۍ سيسټم ته د باور بېرته راګرځولو برخه کې د بايډن دولت ژمنتيا  ښيي.

د کورني امنيت وزير الیجاندرو ان. مایورکاس وويل: « دغه مقرره له قانوني کډوالو او د  هغوی د امريکايي تابيعت  لروونکيو کورنيو له غړيو  سره د عادلانه او انساني چلند تضمينوي. موږ د امريکا د بنسټيزو ارزښتونو مطابق، وګړي روغتيايي او  نور دولتي کمکونو او خدماتو لاسرسي غوراوي له امله سزا نه ورکوو» 

د متحده ايالتونو د اتباعو  او کډوالۍ  خدماتو اداره عمومی رئيس، وويل: د دغې  پاليسۍ پر بنسټ « د  خپل هېواد ارزښټونو په برخه کې  ټولو هغو کسانو ته چې خدمت ورته کوو، د انصاف او درناوي پر بنسټ چلند کوو. که څه هم د  ابهام او ويرې پایته رسولو له‌پاره ډېر نور کارونه هم شته خو موږ د کډوالۍ سيسټم  کې د شته خنډونو له  منځه وړلو له‌پاره هڅې کوي. موږ به د  کډوالو  ټولنو  د باور او  اعتماد بېرته راګرځولو او  په  غوښتن‌ليکونو بهير له حد زيات فشار راکمولو بهير ته دوام ورکړو»

د کډوالۍ او تابعیت قانون (INA)  د  212(a)(4) برخه هغو بی تابعیت کسانو ته د دایمی اقامت اخیستل د منلو وړ نه ګرځوي که چیرې دوی « په احتمالي توګه هغه مهال چې پر د “دولت تکلیف یا باردوش” په توگه بدل شي.

ښايي هغه کسان چې د متحده ايالتونو تابعيت نه‌لري په « دولت تکلیف یا باردوش» بدل شي، په دې معنې چې ښايي د امرار معيشت نشتوالي له کبله به په  دولت پورې وتړل شي، کولی شی چې د قانوني دايمي یا ګرين کارت اخیستل ته په منل  کيدو سره منع کړای شي. له 2019کال  مخکې کابو ټولې غير نغدي ښيګڼې لکه روغتيايي او خوراکي مرستو  له پلټنې څخه لېرې کېږي د  2019 کال قانون چې  بالاخره لغو شوه او  نور د تطبيق وړ نه‌دی دغه ډول پروګرامونو کې د دغسې کسانو  د نوم‌ثبتونې کموالي لامل  شوو  چې په هغو کې د نه منل  کيدو دولتی تکلیف کې شامل نه‌دي،  لکه په مختلط وضعيت لروونکيو کورنيو  کې د  متحده ايالتونو تابعيت لروونکي ماشومان. د دغه مقرره منظور او د فډرال رسمي جريده کې د هغه ثبت د دغې اصطلاح له تاريخي درک او تعریف او د هغه له عواقبو  څخه مخنيوی کوي. 

د دغه مقرره پر بنسټ، لنډمهاله ساحوي طرزالعمل چې له 1999 کال راهيسې د تېرو دوو لسيزو څخه نافذ وو، که چېرې د متحده ايالتونو د کورني امنيت وزارت(DHS)  دا تشخيص کړي چې په احتمالي توګه د امرار معيشت له‌پاره په دولت پورې وتړل شي، هغه اتباع چې د متحده ايالتونو تابعيت نه‌لري، په احتمالي توګه به د دولتی تکلیف یا باردوش په توګه  په پام کې ونيول شي. چې دا به د لاندې مواردو پر بنسټ وي:

  • د هغو کسانو «سن» چې د متحده ايالتونو تابعت نه‌لري، د کډوالۍ او تابعیت قانون (INA) سره د روغتيا،  کورنی وضعيت،  شمتني، سرچينې  او مالي وضعيت، زده‌کړو او مهارتونو حکم پر بنست؛
  • د کډوالۍ او تابعیت قانون (INA) 213A برخې مطابق د I-864،فورم  ډک کول،  څو د اړتيا په صورت کې د يو داسې کس له‌خوا وړاندې شي چې د متحده  ايالتونو تابعيت نه‌لري؛
  • د هغو کسانو له‌خوا چې د متحده ايالتونو  کې د اوسني او پخواني  موقتی نغدی مرستی (TANF) ترلاسه کول؛ د اړمنو کورنيو له‌پاره د لنډمهاله مرستې په نوم د عايد ترلاسه کولو له‌پاره نغدي مرسته (TANF)؛ دعايد ساتلو له‌پاره د نغدي ايالتي،  قیبلوي، سيمه‌ييزې او محلي ښيګڼو پروګرامونه ( چې ډېری د « عمومي مرستې» په نوم يادېږي)؛ يا د دولت له‌خوا وکړې د اوږدمهاله بهير بنسټيزه کول.

د متحده ايالتونو د کورني امنيت وزارت (DHS) به د دولتی تکلیف کسانو ټاکلو له‌پاره له متقاضيانو پرته د نورو کورنيو غړيو  له‌خوا ترلاسه شوې ګټې په پام کې ونه نيسي. د متحده ايالتونو د کورني امنيت وزارت (DHS) به همدارنګه هغه غير نغدي ښيګڼې چې ځينې هغه کسان يې چې د متحده ايالتونو تابعيت نه‌لري د ترلاسه کولو په شرایطو برابر دي،  په پام کې ونه نيسي، چې عبارت دي له: د اضافی خوراکي مرستو پروګرام (SNAP) يا د تغذيې نور پروګرامونه، د ماشومانو د روغتيا بيمې پروګرام (CHIP)،  روغتيایي بیمه یا میدیکید ( په اوږدمهاله توګه له بنسټيزه کيدو پرته)،  د  کور ښيګڼې،  د ساري ناروغيو آزمايښت او خونديتوب اړوند ښيګنې او يا  نورې ځانګړې يا تکميلي ښيګڼې.

د متحده ايالتونو د کورني امنيت وزارت (DHS)  د دغو  مقرراتو له عادلانه او دوامداره تطبيق او د دغه مقرره د تطبيق بڼې په اړه خلکو ته د لاښه‌ پوهاوي برخه کې  د امريکا متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ اداره (USCIS) مسئولینو سره د مرستې له‌پاره د نوې طرزالعمل تدوين کړي. د متحده ايالتونو د کورني امنيت وزارت (DHS) همدارنګه د متحده ايالتونو د اتباعو او غير اتباعو ترمنځ د ابهام او د هغو د اغېزو خطر راکمولو له‌پاره عمومي اړېکې او تعاملات رامنځته کړي.

دا مقرره د 2022  کال د ډسمبر په 23 مه   د تطبيق وړ وګرځي او د 2022  کال د سپټمبر په 9 مه به د ډفډرال په رسمي جريده کې خپور شي. د متحده ايالتونو د کورني امنيت وزارت (DHS) د 1999 کال لنډمهاله ساحوي طرزالعمل او قانون سره د دولت تکلیف یا باردوش مطابقت د ارزونې په حال کې دي. دغه لارښود به تر هغه په داسې  مواردو  کې د تطبيق وړ وي چې د  قانون له تنفيذ وروسته او يا مخکې پستي مهر ته استول شوي دي.

د نن ورخې اطلاعيه د هغو اقداماتو ټولګه ده چې دولت يې د متحده ايالتونو د کورني امنيت وزارت (DHS) ماموريتونو په  ټولګه کې د لاښه تعامل او د هېواد د کډوالۍ سيسټم  د عادلانه او اغېزناک مديريت له‌پاره ترسره کوي.

Last Reviewed/Updated:

First appeared on https://www.uscis.gov/newsroom/news-releases/dhs-publishes-fair-and-humane-public-charge-rule-pashto and can be found at https://www.uscis.gov/news/rss-feed/59144

The original publication date of this post was September 8, 2022 8:56 pm